کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت سلاکار حمدالله محب کابل کې د جرمني له سفیر سره وکتل

14 قوس 1398 ساعت 14:22


د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په کابل کې د جرمني له سفیر پیتر پروګل سره د ټاکنو او سولې پر پروسې خبري کړي دي .
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وایي محب د جرمنې له سفیر څخه مننه کړې چې د افغانو په مشرۍ او مالکیت یې د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره مرسته کړې ده .
د جرمني سفیر هم ژمنه کړې چې د سولې په برخه کې به له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي .
یاده  لیدنه کتنه یوه ورځ وروسته تر دې کیږي چې په کابل کې د جرمني دفاع وزیرې له ولسمشر غني سره وکتل.


د مطلب کود: 197270

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197270/ملي-امنیت-سلاکار-حمدالله-محب-کابل-کې-د-جرمني-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com