کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسټرالیا پسرلنۍ ازادې ټېنس سیالۍ پېلېږي

14 قوس 1398 ساعت 14:37

د اسټرالیا اوپن یا ازادې ټېنس سیالۍ د لسګونه نارینه او ښځينه لوبغاړو په ګډون پېلېدونکې دي؛ دا چې اسټرالیا کې د جنوري میاشت پسرلی وي، موسم ښکلی او هوا د لوبو لپآره مناسبه وي؛ نو اسټرالیا پکې د سېلانیانو او د لوبو مینوالو جذبولو لپاره ځانګړي لوبیز ټورنمنټونه پېلوي، چې د بېګ باش کرکټ لیګونو ترڅنګ پکې د ټېنس ازادې سیالۍ هم د لوبغاړو او ننداره کوونکو تنده خړوبوي.


د اسټرالیا ازادې یا اوپن ټېنس سیالۍ د نړۍ د مشهورو نارینه او ښځينه لوبغاړو په ګډون د ۲۰۲۰ م کال د جنوري په میاشت کې په لاره اچول کېږي، چې شا او خوا ۱۴ ورځې به دوام وکړي.
دې سیالیو کې د ۸۰ وو په شا او خوا کې نارینه او ښځينه پیاوړي لوبغاړي د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه برخوال دي.
د ۲۰۲۰ م کال اسټرالیا ازادې ټېنس سیالۍ د جنوري په ۲۰ مه نېټه پېلېږي او د فبروري تر دویمې نېټې دوام کوي؛ چې ټولې پکې ۲۵ لوبې کېږي.
په دې ټېنس ټورنمنټ کې د نړۍ وتلې ټېنس څېرې لکه د صربیا نوواک جوکو وېک، د سویس هېواد تکړه ټېنس لوبغاړی راجر فېډرر، د انګلستان پیاوړی ټېنس لوبغاړی انډي مری او د امریکا ښځينه ټېنس لوبغاړې سېرېنا ویلیمس لوبېږي.
جوکو وېک ۳۲ کاله عمرلري او ۵ ځلې یې د نړۍ په کچه د ټېنس لوبو اتلولۍ ګټلي، راجرفېډرر ۳۸ کلن دی، د سویس هېواد لپاره یې څلور ټېنس اتلولۍ ګټلي، انډي مری بیا ۳۲ کاله عمر لري، د برېټانیا لپاره یې ۳ ځلې ټېنس اتلولۍ ګټلي او امریکایۍ سېرېنا ویلیمس، چې ۳۸ کاله عمر لري ۲۳ ځلې یې د ښځینه وو ټېنس سیالۍ ګټلي دي.
۲۰۲۰ م کال کې ګورو چې د اسټرالیا ازادې ټېنس سیالۍ کومه ښځينه او کوم نارینه لوبغاړي وړي؟


د مطلب کود: 197271

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197271/د-اسټرالیا-پسرلنۍ-ازادې-ټېنس-سیالۍ-پېلېږي

آوا
  https://www.avapress.com