کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تازه څېړنه: د افغانستان سیاسي مشرانو واک قومي او میراثي کړی دی

14 قوس 1398 ساعت 17:57


د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ یوه تازه څېړنه کې راغلي چې د افغانستان سیاسي واک د قومي رهبرانو په انحصار کې دی او دوی هڅه کوي د افغانستان سیاسي قدرت میراثي کړي او خپلو اولادونو ته یې انتقال کړي.
 دغه انسټیټیوټ نن د ( قومي ډلې او د افغانستان د سیاسي واک تقسیم) په نوم خپله یوه څېړنه د رسنیز کنفرانس په ترڅ کې له خلکو سره شریکه کړه.
 په دې څېړنه کې د ولسمشریزو ټاکنو څلور انتخاباتي ټکټونو او څلورو عمده ګوندونو ته اشاره شوې ده چې د نظام په بدلون ټینګار  کوي.
 د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت څېړونکې صدیقه بختیاري چې دا تحقیق یې برابر کړی دی وايي، له پلټنو وروسته ورته معلومه شوه چې سیاسي واک قومي مشرانو انحصار کړی دی او اوس دغه سیاسي مشران غواړي چې له خپل اقتصادي او سیاسي زور نه په استفاده واک میراثي وګرځوي.
 میرمن بختیاري وايي، قومي مسایل له دیرشو کلونو راهیسې د دې ډول سیاست اصلي عامل ګرځیدلی دی چې سیاسیونو یې له لارې پراخې پيسې ترلاسه کې دي او په سیاسي قدرت یې تکیه وهلې ده: (( اوس سیاست ته هغه څوک ننوتلی شي چې قومي مشرانو سره تړاو ولري، کوم هيوادوال چې د قومي سیاستوالو خپلوان نه دي په سیاست کې ځای نه لري.))
  دغه څېړونکې وايي، خپله څېړنه یې له خلکو سره د مرکو په بنسټ برابره کړې ده چې په کې د اوسني نظام په اړه د خلکو نظرونه پوښتل شوي او هغوی ورته ویلي چې په سیاسي دستګاه کې د قومونو د شاملولو تګلارې په تېرو اتلسو کلونو کې منفي نتیجه ورکړې ده، ځکه دې کار ډېری خلک له واک او قدرت څخه لرې کړي دي او ځینې څوکۍ خاصو قومونو نیولې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي د ګوند مشري له برهان الدین رباني وروسته د هغه زوی صلاح الدین رباني ترلاسه کړې ده، د حزب اسلامي په تړاو نیوکه کېږي چې مشري او رهبري شورا یې له حکمتیار، زامنو او زومانو سره ده، له دوستم وروسته د هغه زامن سیاست ته راوتلي، د ښاغلي محقق زامن هم په پارلمان کې د سیاسي مؤقف په لوبه ک ښکېل بلل کېږي او د افغانستان اغاخاني شیعه ګانو  مشري هم له سید منصور نادري څخه د هغه لور فرخنده زهرا نادري ته پاتې ده.


د مطلب کود: 197285

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197285/تازه-څېړنه-د-افغانستان-سیاسي-مشرانو-واک-قومي-او-میراثي-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com