دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 197286
د پاکستان پارلمان د اسلامي مقدساتو سپکاوی وغنده
د پاکستان د پارلما ني چارو وزیر محمد علي خان د پنجشنبه په ورځ د دغه پریکړه لیک په لوستلو سره وویل: د مسلمانانو د مقدساتوسپکاوی د ترهګرو اقداماتو په څیر د فتنې سبب کیږي او دغه موضوعات  د نړۍ د مسلمانانو احساسات ژوبل کړي دي.
په دغه پرکړه لیک کې راغلی دی چې دا ډول اقدامات  به د افراطپالنې او تاوترخوالۍ د زیاتیدا لامل شي .په همدې وجه نړیواله ټولنه باید د سولې او امنیت پر ضد د دغه ستر ګواښ د درولو لپاره اغزمنې لارې چارې ولټوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تیره اونۍ  په اسلام آباد کې د ناروې سفیر په ورغښتلو سره په دې ورستیو کې په  ناروې کې د یوغیر اسلامي سازمان  په وسیله  دمسلمانانو د آسماني کتاب قرآن مجید سپکاوی غندلې و.
په ناروې کې د اسلام پر ضد سیان ډله  په دا ورستیو کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص اونورو اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په ترڅ کې قرآن مجید وسوځوه چې دغه غلط اوکفري کړچار په ټوله نړۍ کې دمسلمانانو له سختو اعتراضونو سره مخامخ شو.
https://avapress.com/vdcivyazqt1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته