دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 197313
قریشي: افغان سوله به ځمکنۍ سوداګریزې لارې ټولو ته خلاصې کړي
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، افغان سوله، د پاکستان په شمول د ټولې سیمې پر ثبات مثبت اغېز کولی شي.
شاه محمود قریشي د اقتصادي پیوستون یو کنفرانس ته په وینا کې زیاته کړې که په افغانستان کې سوله راغله ورسره به د ټرانزیټ لپاره ځمکنۍ لارې خلاصې شي او د دې کار لپاره امریکا پخپله اعلان کړی چې مذاکرات به بیا پيل کړي.
 نوموړي زیاته کړې چې اوسني حکومت یې له امریکا سره خرابې شوې اړیکې بېرته ورغولې او پاکستان به د افغان سولې د پروسې له بریا وروسته د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا تر منځ د سوداګریز پیوستون په برخه کې مهم رول ادا کړي.
 پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د ځمکنیو لارو د پرانیستل کېدو او سولې خبره کوي، چې د دغه هېواد ګڼو پوځي مشرانو اعترافونه کړي دي چې دوی په افغانستان کې تر خپل تاثیر لاندې حکومت او له دغه هېواد څخه منځنۍ اسیا ته تېرېدونکې مفته ټرانزیټي لار غواړي.
https://avapress.com/vdcjvaevtuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته