کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د جنګي جرمونو د څېړنې په اړه د نړیوالې محکمې استماعیه روانه ده

15 قوس 1398 ساعت 12:17


د جنګي جرمونو په نړیواله محکمه هاګ کې پر افغان خاوره د ترسره شویو جنایتونو د لومړنۍ استماعیه غونډې نن درېیمه ورځ ده.
 دا غونډه د چهار شنبې په ورځ پيل شوه او د نن ورځې تر پایه به ختمه شي، چې د افغانستان د تېرو یوولسو کلونو جنګي جنایتونو دوسیې ورپکې د پلټنې لپاره پرانیستل شوې دي.
دا محکمه به نن پرېکړه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو، امریکايي ځواکونو او افغان ځواکونو د بشري سرغړونو په اړه څنګه پلټنې وکړي؟ ځکه محکمې ته تر اوسه ۸۲ کسان حاضر دي چې د شویو جنایتونو په اړه شاهدي ورکړي.
دا ۸۲ کسان د جنګي جرمونو قربانیان هم دي او مدافع وکیل یې فرګال ګینور وايي، دا ۸۲ نفر د افغانستان د بېلابېلو سیمو، قومونو او ژبو خلک دي چې شاهدي ورکولو ته یې حاضر کړي دي: (( دا ورځې په افغانستان کې د حساب ورکولو په برخه کې خورا تاریخي ورځې دي، جنګي جرمونه نه یوازې د قربانیانو لپاره لویه مسئله ده، بلکې د ټولو افغانانو لپاره مهمه مسئله ده.))
 دا په داسې حال کې ده چې هاګ تېر کال هم په افغانستان کې د فاتو بن سودا په مرسته د جنګي جرمونو د څېړنې خبر ورکړی و، خو امریکا یې مخنیوی وکړ او دا کار یې غیر منصفانه وباله.
 سپینې ماڼۍ هغه وخت د هاګ قاضیانو ته ګواښ وکړ که یې په افغانستان کې د دوی جنګي جرمونه وڅېړل بندیزونه به پرې ولګوي او امریکا دا کار د دې لپاره وکړ چې ویې ویل: (( موږ د هاګ نړیوالې محمکې غړیتوب نه لرو.))
 دا په داسې حال کې ده چې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې تېر کال په افغانستان کې اعلان وکړ چې د جنایتونو قربانیان دې خپل اسناد دوی سره ثبت کړي چې له هغه وخته تر اوسه نږدې ۷۰۰ تنو هاګ یا نړیوالې محکمې ته د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو اړوند د جنګي جرمونو اسناد سپارلي دي.


د مطلب کود: 197317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197317/د-افغانستان-جنګي-جرمونو-څېړنې-په-اړه-نړیوالې-محکمې-استماعیه-روانه-ده

آوا
  https://www.avapress.com