کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د ایغور ترهګرو د وسله وال فعالیت ویډیو خپره شوې

15 قوس 1398 ساعت 13:00


د شرقي ترکستان د ایغوریانو اسلامي بنسټپال تنظیم چې له القاعده سره ژورې اړیکې لري او په سوریه کې فعالیت کوي، اوس یې جنګیالي په افغانستان کې هم په جګړه بوخت دي.
 دا ویډیو چې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په میاشت کې شوې ده، داسې ښيي چې دوی د طالبانو تر بیرغ لاندې فعال دي، د افغان ځواکونو نیول شوي وسایط ورسره دي او کورنۍ یې هم ورسره افغانستان ته راوستې دي.
له دوی سر ایم آی ۶ او ایم ۴ ډوله وسلې دي او ماشومان سرتېري یې هم په ویډیو کې لیدل کېږي.
د دوی په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې په یو مؤقتي کمپ کې نه دي مېشت، بلکې له کلونو راهیسې دلته فعالیت کوي او داسې ښکاري چې دا سیمه به بدخشان یا هم د شمالي افغانستان بله کومه سیمه وي.
د شرقي ترکستان اسلامي تنظیم یوه ترهګره ډله ده چې د چین په لویدیځ کې تاسیس شوې او اوس د چین، اروپا، امریکا، بریټانیا، روسیې او پاکستان لخوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي، خو دوی وايي چې په سنګیانګ کې دوی بیل اسلامي حکومت جوړول غواړي.
 دغه ډله د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل کې مېشته وه او له همغه وخته یې له القاعدې سره ژورې اړیکې پیدا کړې.


د مطلب کود: 197318

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197318/په-افغانستان-کې-د-ایغور-ترهګرو-وسله-وال-فعالیت-ویډیو-خپره-شوې

آوا
  https://www.avapress.com