د خوست د والي ویاند طالب منګل تاند ته وايي، ولایتي ادارې د خوست ښار په ختیځ کې د سبزۍ منډوي څلورلارې د والي په امر نن جمعه د تتسو ناکامورا په نوم کړه: (( دا کار مو د ناکامورا د خدمتونو په پاس چې افغانانو ته یې کړي دي، وکړ.))
تیتسو ناکامورا چې له کلونو راهیسې یې افغانستان ته خدمت کاوه د چهار شنبې په سهار د وسله والو ترهګرو لخوا په جلال اباد ښار کې له خپلو څلورو افغان ساتونکو او یو ډرېور سره ووژل شو، چې د قاتلینو د نیونې په اړه یې لا هم پلټنې روانې دي.
د نوموړي قتل په ټول هېواد کې د خلکو غم او غوسه راپارولې ده.