کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوست ځايي چارواکو په دغه ښار کې یوه څلورلارې د تتسو ناکامورا په نوم کړه

15 قوس 1398 ساعت 14:40

د خوست د والي ویاند طالب منګل تاند ته وايي، ولایتي ادارې د خوست ښار په ختیځ کې د سبزۍ منډوي څلورلارې د والي په امر نن جمعه د تتسو ناکامورا په نوم کړه: (( دا کار مو د ناکامورا د خدمتونو په پاس چې افغانانو ته یې کړي دي، وکړ.))

تیتسو ناکامورا چې له کلونو راهیسې یې افغانستان ته خدمت کاوه د چهار شنبې په سهار د وسله والو ترهګرو لخوا په جلال اباد ښار کې له خپلو څلورو افغان ساتونکو او یو ډرېور سره ووژل شو، چې د قاتلینو د نیونې په اړه یې لا هم پلټنې روانې دي.

د نوموړي قتل په ټول هېواد کې د خلکو غم او غوسه راپارولې ده.



د مطلب کود: 197320

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197320/د-خوست-ځايي-چارواکو-په-دغه-ښار-کې-یوه-څلورلارې-تتسو-ناکامورا-نوم-کړه

آوا
  https://www.avapress.com