دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 197321
کندوز: امام صاحب کې طالبانو ۱۱ سرتېري وژلي ۳ یې برمته بیولي دي
د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د یو برید له کبله د دوو پوستو ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي دي.
 د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري په دې اړه تاند ته وايي، تېره شپه ۱۲ بجې طالبانو د قرغان او قرغېز د کلیو پر پوستو بریدونه کړي دي چې په ترڅ کې یې ۱۰ ملي او یو محلي پولیس وژل شوی دی: (( په وژل شویو کې د یوې پوستې قومندان محمد ظاهر هم شامل دی.))
ښاغلی امیري 
وايي، چې په دې جګړه کې پنځه سرتېري ژوبل شوي اوو ۳ یې طالبانو له ځان سره برمته نیولي دي.
 په همدې حال کې د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي هم تاند ته په امام صاحب ولسوالۍ کې د تېرې شپې نښتې تاییدوي، خو وايي په دې نښته کې دواړو غاړو ته تلفات اوښتي چې اوس یې دوی کره معلومات نه لري: (( هلته مخابراتي شبکې کار نه کوي او موږ هم د جزیاتو په ترلاسه کولو بریالي شوي نه یوو.))
  دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا ویلي، چې د امام صاحب ولسوالۍ د تېرې شپې په جګړه کې یې د یو قومندان په ګډون ۱۴ سرتېري وژلي او ۴ نور ژوبل دي.
 طالبانو ادعا کړې چې په دې نښته کې یې یو قومندان او دوه ساتونکي ورسره برمته وړي دي.
https://avapress.com/vdciryazzt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته