کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهارکي د کليوالي زراعتي او لاسي توليداتو اومحصولاتو د درې ورځني نندارتون وروستۍ ورځ د ښځو لپاره ځانګړې سوه وه

15 قوس 1398 ساعت 14:53


دغه نندارتون، چي د کليو او پراختيا وزارت تر چتر لاندي د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا پروګرام له لوري پرانيستل سوی پکښي د افغانستان د اوو زونونو څخه د شپاړلس ولايتونو کليوالي زراعتي توليدات او محصولات نندارې ته وړاندي سوي وه.
ميرمني وايي دغه ډول نندارتونونه يوازي دا، چي د افغان مېرمنو د لاسي او زراعتي توليداتو د بازر پيداکولو ښه لار ده ترڅنګ ئې د ميرمنو د کلتور په انتقال کي مهم رول لري.
په لومړي ځل کندهار کي د شپاړلس ولايتونو کليوالي توليدات او زراعتي محصولات نندارې ته وړاندي سوي.
په دې نندارتون کي د افغانستان د جنوبي، شمالي او شرقي برخو څخه ګڼي ميرمني کندهار ته راغلي دي او دلته ئې جوړ سوي نندارتون کي خپل لاسي او زراعتي توليدات نندارې ته وړاندي کړي.
دغه ميرمني وايي نندارتون نه يوازي دا ، چي توليداتو ته ئې د بازار پيداکولو ښه لار ده ترڅنګ ئې د ولايتونو د ميرمنو ترمنځ پېژندګلوي رامنځ ته کوي او يو د بل په کلتور ئې پوهوي.
دغه مېرمني وايي تر دې وړاندي ئې کندهار څخه يوازي د جنګ او جګړو تصوير درلود خو اوس، چي هرڅه له نږدې ويني ټولي رسنيزي اوازې ورته تش په نامه تلبغات ښکاره سول.
دې نندارتون ته د کندهار د بېلابيلو برخو څخه ګڼ شمېر مېرمني د سودا اخيستلو لپاره راغلي؛ هغوئ وايي په لومړي ځل داسي يو نندارتون ورته جوړ سوی، چي پکښي د ډيرو ولايتونو د کلتور او د مېرمنو د دوديزو جامو څخه خبريږي.
دغه مېرمني وايي دا ډول نندارتونه د افغاني ميرمنو لپاره د نږدېوالي لپاره ځکه مهم دي، چي دوئ تر ډېره يو له بله ليري ساتل سوي دي.


د مطلب کود: 197322

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197322/کندهارکي-د-کليوالي-زراعتي-او-لاسي-توليداتو-اومحصولاتو-درې-ورځني-نندارتون-وروستۍ-ورځ-ښځو-لپاره-ځانګړې-سوه-وه

آوا
  https://www.avapress.com