دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 197325
حکمتیار هم لاریونونه پيل کړل او مؤقت حکومت یې غوښتی دی
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ ټاکنیزې ډلې هم په کابل کې لاریونونه پیل کړل او د مؤقت حکومت د تشکیل غوښتنه یې وکړه.
 په دغو لاریونونو کې ښاغلي حکمتیار پخپله هم ګډون کړی او خبریالانو ته یې ویلي، له ټولو سیاسي لوریو سره په اتفاق چاته اجازه نه ورکوي چې د ده په وینا په جعلي او تقلبي رایو واک ته ورسېږي.
 ښاغلي حکمتیار د دولت ساز ټیم ته په اشاره وویل، چې دغې ډلې یو میلیون او ۲۰۰ زره رایې جعلي کارولي او په وینا یې چې متقلب ټیم ۲۴۰۰ بایومتریک ماشینونه هم تخریب او غلا کړي دي او په دې ماشینونو کې زیاتې رایې د حکمتیار وې: (( موږ په هیڅ شي اکتفا نه کوو، دا لاریونونه یې پیل و، موږ له ټولو سره یو ځای د درغلۍ مخه نیسو، له هیڅ مشروع لارې دریغ نه کوو.))
ښاغلي حکمتیار نن یو وار بیا د مؤقت حکومت په جوړېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اوسني حکومت د سولې او ټاکنو د پروسې مخه نیولې ده: (( ټاکنې باید د یو مؤقت حکومت تر څار لاندې په شفافیت ترسره شي، موږ د ټاکنو او سولې دواړو لپاره مؤقت حکومت ته اړ یوو.))
  نوموړي زیاته کړه د اوسني حکومت په دوام سره سوله ناشونې ده او طالبان هم له دې حکومت سره خبرو ته حاضر نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر حکمتیار وړاندې عبدالله عبدالله هم په ۱۰ ولایتونو کې اعتراضونه پیل کړي او له کمېسیون څخه همدا یوه غوښتنه لري چې درې سوه زره رایې د باطلې اعلان کړي بیا دې د رایو شمېرنه پیل کړي، خو کمېسیون وايي، د رایو له شمیرنې پرته نه شي کولی په فرمایشي ډول ۳۰۰ زره رایې باطلې اعلان کړي.
https://avapress.com/vdccimqsp2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته