کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستانه زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

16 قوس 1398 ساعت 10:54


د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ام) له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي.
دغې نړیوالې ادارې  په یوه خبرپاڼه کې وویل، له تېرې یکشنبې څخه د دې اونۍ تر شنبې ورځې پورې ۱۱۵۵۴ افغانان له ایران او ۲۳۳ تنه له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې ۶۳۹۱ افغان کډوال له ایران او ۱۰ تنه له پاکستان څخه په جبري ډول او نور په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.
د ای او ام په وینا، د روان کال له پیله له ۴۶۰ زرو زیات افغانان له ایران او له ۱۸ زرو زیات له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې څخه ۱۹۳ زره افغانان له ایران او له ۲۵۵۰ زیات نور له پاکستان څخه په جبري ډول ایستل شوي دي.
عبید رادپور


د مطلب کود: 197344

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197344/له-ایران-او-پاکستانه-زرګونه-افغانان-خپل-هېواد-ته-ستانه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com