کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد نن په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیلوي

16 قوس 1398 ساعت 10:57


د راپورونو له مخې، تمه ده د یوې اونۍ په لړ کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي. خلیلزاد له کابل قطر ته رسېدلی او ښايي نن له طالبانو سره په مخکینۍ مسوده د لاسلیک خبرې پیل کړي.
له دې سره به د بهرنیو ځواکونو د وتو د کره نېټې د معلومېدو تر څنګ د تاوتریخوالي ګراف راکم او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي. د مخکینۍ تفاهم لیک غټ ټکي د بهرنیو ځواکونو د وتو کره نېټې معلومېدل او د طالبانو لخوا له القاعده او نورو ډلو سره د اړیکو پرېکول دي. له دې او ځینې فرعي موضوعاتو سربېره دا هم منل شوې چې د تفاهم لیک له لاسلیک سره به په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي.
اوس چې امریکا او طالبان توافق ته نږدي ښکاري په کور د ننه غوښتنه داده چې، له هوکړې وروسته بین الافغاني خبرې پيل او اوربند حتمي شي.


د مطلب کود: 197345

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197345/خلیلزاد-نن-په-قطر-کې-له-طالبانو-سره-د-سولې-خبرې-بیا-پیلوي

آوا
  https://www.avapress.com