دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 197346
د امریکا په پوځي اډه کې یوه محصل درې کسان په ډزو وژلي
د امریکا د فلوریډا په یوه پوځي اډه کې د محمد سعید الشمراني په نوم د هوايي ځواکونو یوه سعودي محصل په ډزو درې کسان وژلي او څو نور یې ټپیان کړي او وروسته دی هم په ډزو وژل شوی.
دا د امریکا فلوریډا ایالت ‍په پنساکولا اډه کې په تېره یوه اونۍ کې دویم برید دی.
امریکايي رسنیو د دې ایالت د امنیتي سرچینو له خولې ویلي، بریدګر د سعودي وسله والو د هوايي ځواکونو محصل و. د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز دا برید غندلی او دا یې یو کرکجن جرم بللی دی.
چارواکي وايي، دغه سعودي محصل د زده کړې په ټولګي کې پر خپلو همټولګیوالو او ملګرو ډزې کړې دي بیا پر ده هم ډزې شوې او وژل
https://avapress.com/vdcfjedyvw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته