کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګو کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۳ ملکي خلک وژل شوي

16 قوس 1398 ساعت 11:47


په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي، برید هغه مهال پر یو موټرسایکل شوی چې له یوه کلي بل کلي ته پر لار و 
د میدان وردگو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۳ ملکي خلک وژل شوي دي.
ځايي سرچینې افغان خبری آژانس ته وايي، برید پرون سهار هغه مهال شوی چې پر یو موټرسایکل شوی چې له یوه کلي څخه بل کلي ته پر لار و. د سرچینو په خبره، په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه څو چنده زیات شوي او تر ډېره په دغو بریدونو کې ملکي خلکو ته تلفات اوښتي دي.


د مطلب کود: 197349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197349/په-میدان-وردګو-کې-د-بې-پیلوټه-الوتکې-برید-۳-ملکي-خلک-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com