دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 197351
ننګرهار کې داعشیان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې ۱۴۵۰ تنه داعش چې په کې ۴۱۳ تنه یې جنګیالي دي، له خپلو کورنیو سره یو ځای چې مېرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي، امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د دغه وزارت له لوري رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تسلیم شویو داعش غړو کې د کورنیو اتباعو سربېره بهرني اتباع هم شتون لري، چې اوسمهال د امنیتي ځواکونو له لوري داعش ته اړوند له ۸۸۸ مېرمنو او ماشومانو په ننګرهار ولایت کې ساتنه او پالنه کېږي.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې په دې وروستیو کې ننګرهار کې د ښه مدیریت، ولسي ملاتړ او د کورنیو ځواکونو د سرښندنو په پایله کې داعش ترهګر اړ شوي؛ څو دولت ته تسلیم شي او په ننګرهار کې یې ځالې، مرکزونه او پټنځایونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه افغانانو ته ډاډ ورکوي، چې هېچاته به د دې اجازه نه ورکوي؛ څو د خلکو د امنیت په وړاندې خنډ شي او هر هغه ډله چې په دې چارې لاس پورې کوي، برخلیک به یې په ننګرهار کې د داعش په څېر وي او د خپلو سرونه په بیه به له خپلې لوېشت – لوېشت خاورې دفاع کوي.
https://avapress.com/vdcbszb88rhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته