ځانګړو ځواکونو په نیش ولسوالۍ کي د عملیاتو پر مهال ۱۵ تنه وسلوال طالبان او د هغوي مهمات له مینځه وړي دي
په هغه خبرپاڼه کي،چي د کندهار ولایت مقام څخه خپره سوې راغلي،چي افغان ځانګړو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ اړوند کېش خنجګ سیمه کي د دښمن د ځپلو په موخه عملیات تر سره کړي، چي په ترڅ کي يې ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او دوه تنه نور ژوندي نیول سوي.د عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو لاسته راغلي سپکي او درنې وسلې، مهمات، چاودیدونکي توکي او یو شمېر وسایط هم په سیمه کې له مینځه وړل سوي.
دغه عملیات د سیمي د اوسیدونکو په همکاري په بریالیتوب سره ترسره سوه او پر مهال یې ځانګړو ځواکونو، ملکي وګړو او د هغوي کورونو ته هیڅ ډول زیان ندي اوښتي.