کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکندهارپوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په خپله دوهمه دوره کي ۱۰۶ محصلین فارغ کړل

16 قوس 1398 ساعت 13:42


د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په خپله دووهمه دوره فراغت غونډه کي کي ۱۰۶ تنه د انګلېسي او پښتو په څانګو کي ټولني ته د خدمات په موخه وړاندي کړل، ویناوالو پر محصلینو ږغ وکړ چي خپلو زده کړو ته نور هم دوام ورکړي او دغه زورېدلي ولس ته د زړه له تله خدمت وکړي.
د غونډي په پیل کي د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل فيض الله قاضي زاده خبري وکړې او زیاته یې کړه چي کندهار پوهنتون د محصلینو د اسنادو د ورکړي، په برخه کي تر ټولو مخکښ دی او یوازي یې په روان کال کي څوارلس سوه فارغو محصلینو ته تحصیلي اسناد برابر کړي. هغه وویل، چي د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د دووهم ځل لپاره ټولني ته له دوو څانګو پښتو او انګلېسي څخه ۱۰۶ تنه محصلین تر فراغت وروسته د خدمت په موخه وړاندي کوي.
د افغانستان د کرهڼیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون رئیس دوکتور حضرت میر توتاخېل فارغه محصلینو ته تر مبارکۍ وروسته وویل زده کړي مو پر همدې ځای مه بسوئ، نوري زده کړي وکئ او ځانونه د سیالانو سره ښه سیال کړئ.
د کندهار د ولایتي شورا غړي نعمت الله وفا د کندهار پوهنتون ټولو محصلینو ته مبارکي وویل او د دوی له کورنیو څخه یې مننه وکړه چي خپل اولادونه په زده کړو سمبالوي او د سبا لپاره یې د هیواد جوړوني مصدر ګرځوي.
ښاغلي وفا ټینګار وکړ چي فارغه محصلین دي خپلي ژبي ته زیات کار وکړي او له دې لاري دي د ژبي د بډایني او هراړخیز خوندیتوب لپاره کار وکړي.
فارغه محصلینو هم خبري وکړې دوی خوښي وښوده چي له پوهنتونه فارغه کیږی او له دې وروسته خپلي ټولني او خلکو ته خدمت کوي.
هېره دي نه وي چي کندهار پوهنتون هر کال په زرګونو ځوانان د بېلابېلو پوهنځیو څخه تر فراغت وروسته ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کوي، تېر کال هم له يادي پوهنځي په دوو برخو کي ۱۲۳ محصلين فارغ سول.


د مطلب کود: 197356

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197356/دکندهارپوهنتون-د-ژبو-او-ادبیاتو-پوهنځي-په-خپله-دوهمه-دوره-کي-۱۰۶-محصلین-فارغ-کړل

آوا
  https://www.avapress.com