کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بیګ باش: له محمدنبي عیسی خېل سره دوه پاکستاني لوبغاړي هم ملګري شول

16 قوس 1398 ساعت 12:54


د اسټرالیا د بېګ باش لیګ وېب پاڼې د راپور له مخې د دې لیګ نهم پړاو د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه پېلېږي، محمد نبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، مجیب الرحمن، ظاهر خان پکتین او قېس احمد هغه لوبغاړي دي، چې په دې لیګ کې اخېستل شوي دي.
خو له محمدنبي عیسی خېل سره په دې لیګ کې دوه پاکستاني لوبغاړي پښتون کیڼ لاسی چټک بالر عثمان شینواری او الراونډر فهیم اشرف په دې سیالیو کې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې سره یو ځای شول.
د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه برېسبېن هیټ لوبډله، چې مجیب الرحمن او ظاهرخان پکتین ورسره لوبېږي له سېډني تندر لوبډلې سره لومړۍ لوبه کوي.
د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه مېلبورن رېنېګېډز لوبډله، چې محمدنبي عیسی خېل ورسره لوبېږي له سېډني تندر لوبډلې سره لوبه لري.
په کومه ورځ چې یوه لوبه وي، دغه لوبې د افغانستان پر وخت شا او خوا ماسپښین دولس بجې او ۴۰ دقیقې پېلېږي او تر ماښامه پورې دوام کوي.
تېر کال د دې سیالیو اتلولي برېسبېن هیټ لوبډلې ګټلې وه، سږ کال دې لوبډلې سره مجیب الرحمن او ظاهرخان پکتین هم لوبېدونکي دي.
د بېګ باش لیګ لوبې د ۲۰۲۰ م کال د فبروري په اتمه نېټه پای ته رسېږي.


د مطلب کود: 197360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197360/بیګ-باش-له-محمدنبي-عیسی-خېل-سره-دوه-پاکستاني-لوبغاړي-هم-ملګري-شول

آوا
  https://www.avapress.com