دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 197361
چارواکي: د طالبانو لخوا پر عامه لارو د ماينونو په ايښودلو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي
د غزني ولايت چارواکي وايي وسله وال طالبان پر عامو لارو د ماينونو په ايښودلو سره ملکيانو ته مرګ ژوبله اړوي.
پرون ماسپښين هم د غزني ښار روضې سيمې ته نږدې د ملکيانو پر يوه موتر د يوه ماين په چاودنه کې يو ملکي تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
د والي وياند محمد عارف نوري وويل، وسلوال طالبان تل د ملکيانو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.
د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما دوې مياشتې مخکې په يوه راپور کې ويلي وو، چې د ٢٠١٩ میلادي کال په لومړيو نهو مياشتو کې تر دوه زره پنځه سوه درې شپته (٢٥٦٣) زيات ملکيان وژل شوي او تر پنځه زره شپږ سوه شپږاويا (٥٦٧٦) زيات نور ټپيان شوي دي. اکثره مرګ ژوبله پکې د وسله والو طالبانو له لوري د سړک غاړې ماینونو له وجې ښودل شوې ده.
https://avapress.com/vdccemqss2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته