کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لانګ وار: طالبان دروغ وايي چې افغانستان کې بهرني جنګیالي نشته

16 قوس 1398 ساعت 13:01


څو ورځې وړاندې  د طالبانو تر چتر لاندې د جنګېدونکو شرقي ترکستان د تحریک جنګیالیو ویډیو خپرېدو، نړۍ ته له القاعده سره د اړیکو شکولو  په برخه کې په قناعت ورکولو بوخت طالبان خپه کړي دي.
لانګ وار ژورنال وايي، په دې ویډیو کې واضح ښکاري چې د شرقي ترکستان، القاعده او طالبانو ته نږدې ایغور جنیګالي په افغانستان کې روزنه ترلاسه کوي، جګړه کوي او د طالبانو تر بیرغ لاندې نښتو کې یې د افغان ځواکونو وسایط هم ترلاسه کړي دي.
د دغې ویډیو په خپرېدو، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته منسوب یو بیان خپور شو چې په افغانستا کې هیڅ بهرنی جنګیالی نشته.
په دې بیان کې ټینګار شوی چې د شوروي اتحاد په وخت کې افغانستان ته راغلي جنګیالي اوس بېرته خپلو خپلو هېوادونوته ستانه شوي دي، خو دغه ادعا خندوونکې او کاملا دروغ بلل شوې ځکه له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو لپاره د طالبانو تر چتر لاندې د فعالیت له کبله مشهور دی او د طالبانو په شمول حقاني شبکې هم په تېر مهال کې د بهرنیو جنګیالیو مرستې غوښتې وې.
خو اوس ذبیح الله مجاهد وايي، دا ویډیو په شام کې جوړه شوې او بیا په افغانستان کې د ځینو طالب جنګیالیو انځورونه ورسره فوټوشاپ شوي دي، تر څو طالبان په دې کار سره بدنام کړای شي.
لانګ وار کاږي، که چېرته د طالبانو بیان په ځیر ولوستل شي، نو طالبانو د شرقي ترکستان ډله په دروغو تورنه کړې ده، ځکه دغې ډلې دا ویډیو له افغانستان څخه نشر کړې او واټر مارک یې هم طالبانو ته نږدې شباهت لري، خو طالبان دا ویډیو فوټوشاپ بولي.
بله دا چې دا ویډیو د شرقي ترکستان یو رسمي ټلیګرام چینل خپره کړې چې د خراسان هشټګ یې هم ورسره کارولی او په افغانستان کې یې د خپلو فعالیتونو نمایش په کې ورکړی دی، بله دا چې دا هغه چینل دی چې کله کله د طالبانو خبرونه هم نشروي.
 لانګ وار ژورنال لیکي، که ولیدل شي ذبیح الله مجاهد له دې سره هیڅ اختلاف نه دی ښکاره کړی چې په ویډیو کې ځینې انځورونه د افغانستان دي، تر دې چې هغه دعوه کوي چې دا انځورونه د اسلامي امارت د یو جهادي ګروپ اړوند دي، که داسې وي، نو په ویډیو کې راغلي جنګیالي ایغوریان دي او مجاهد په ناپامۍ کې دا منلې ده چې د شرقي ترکستان ډله لکه د القاعدې په څېر د دوی تر بیرغ لاندې جنګېږي.
لانګ وار ژورنال وايي، دریمه خبره د شرقي ترکستان د جنګیالیو د حضور ده چې ټول لوري په دې موافق دي او وايي چې دا ډله په افغانستان کې روزل کېږي او جګړه کوي، که طالبان له دې څخه منکرېږي، نو دا لا په زړه پورې خبره ده.
لانګ وار وايي، شرقي ترکستان تحریک نه یوازې دا ویډیو نشر کړې، بلکې له طالبانو سره یې د وفادارۍ او ګډو عملیاتو ځینې نورې ادعاوې هم  په ماضي کې کړې دي: (( مثلا دغې ډلې په ۲۰۱۸ کې له طالبانو سره د ګډو عملیات لړۍ پیل کړه، په همدې کال مارچ کې د شرقي ترکستان ډلې مشر عبدالحق ال ترکستاني د القاعدې مشر ایمن الظواهري او د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده ته بیعت ورکړ او  ویډیو یې خپره کړه، نه یوازې دا بلکې له طالبانو یې وغوښتل چې د ایغوریانو د اهدافو لپاره دې ورسره مرسته وکړي.))
لانګ وار ژورنال په اخره کې زیاته کړې چې د شرقي ترکستان د ترهګرې ډلې موجودیت په افغانستان کې اوسنی نه بلکې له پخوا راهیسې شته او امریکایاننو هم له کلونو راهیسې په بدخشان کې د دغې ډلې روزنیزو مرکزونو باندې په وار وار بریدونه کړي دي.


د مطلب کود: 197362

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197362/لانګ-وار-طالبان-دروغ-وايي-چې-افغانستان-کې-بهرني-جنګیالي-نشته

آوا
  https://www.avapress.com