دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 197367
کمېسیون، ټاکنیزو ډلو ته: که د رایو د شمېرنې اجازه نه راکوئ، موږ لومړنۍ پایلې اعلانوو
د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ګواښ کړی که د ټاکنیزو ډلو لخوا د رایو د بیا شمېرنې مخنیوی دوام پیدا کړي، دوی به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
 مېرمن نورستانۍ ویلي، ټاکنیزې ډلې باید په پاتې اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړي: (( موږ مجبور یوو چې بیا کېنو او یوه پرېکړه وکړو او هرڅه له افغان ملت سره شریک کړو، موږ په د دې وضعیت په دوام د پایلو اعلان ته مجبورېږو.))
 دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله پلویانو په ۷ ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي دي او د کمېسیون کارمندانو ته د رایو د بیا شمېرنې اجازه نه ورکوي، چې په اړه یې د ټاکنو د دارالانشاء مشر
حبیب الرحمن ننګ د شکایتونو له کمېسیون څخه مرسته غوښتې ده.
ښاغلی ننګ وايي: (( موږ د شکایتونو له کمېسیون غواړو چې په دې برخه کې له موږ سره د قانون مطابق مرسته وکړي، تر څو په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې پروسه پيل کړو.))
 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو یو نوماند رحمت الله نبیل په خپل وروستي خبري کنفرانس کې د مصالحې حکومت غوښتی او ګلبدین حکمتیار بیا د مؤقت حکومت د تشکیل غوښتنه کړې چې سوله او ټآکنې دواړه په سم شکل ترسره کړي.
https://avapress.com/vdciqyazyt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته