د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د مذاکراتو د بیا پیل هرکلی او ملاتړ کړی دی.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هیله لري چې دا کار به د بین الافغاني مذاکراتو به پیل او په افغانستان کې د بحران د سوله ییز حل په رامنځته کېدو تمام شي.
په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان ټول لوري هڅوي چې د سولې په پروسه کې رغنده رول ته راوړاندې شي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت یو وار بیا د افغان جګړې په سوله ییز او سیاسي حل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده له سیاسي حل پرته بله لار نشته: (( د سولې پروسه کې باید ټول افغان لوري ګډون ولري.))
پاکستان په داسې حال کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو د بیا پیل هرکلی کړی دی چې زلمی خلیلزاد دوحې ته رسېدلی او نن کیدای شي چې له طالبانو سره رسمي خبرې اترې بیرته پیل کړي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت دغې ټکي ته په اشاره ویلي چې خلیلزاد او د طالبانو سیاسي ټیم به اوربند او د افغان جګړې لپاره یو حل راوباسي.