دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 197371
د قرغزستان پخوانى صدراعظم په ١٥ کاله بند محکوم شو
قرغزستان يوې محکمې پخوانى صدراعظم سفر اسحاقوف د اداري فساد د تورونو له کبله په ١٥ کلونو بند محکوم کړ.
ويل شوي ده په ٢٠١٣ میلادي کال کې د بشکيک د حرارتي برېښنا کوټ د عصري کولو په پروژه کې د خپل دخالت پر مهال اداري فساد کړى دى.
د محکمې قاضۍ اناره ګليازيت-دينووا پرون د حکم د تشريح پر مهال وويل، اسحاقوف ته د جايدادونو د قبضه کولو له کبله هم دا جزا ورکول کېږي نور له خپل ډيپلوماتيک حيثيت محرومه کېږي.
د اداري فساد په تړاو د قرغزستان ګڼ پخواني چارواکي محاکمه شوي، چې ادعا کېږي د پخواني ولسمشر الماس بېګ اتمبايف نږدې همکاران دي.
قاضي د بل پخواني صدراعظم جان تورو ساتې بالديف ته هم د اووه نيم کلن بند سزا واورله.
خو د انرژۍ ادارې پخواني مشر ايب کاليف ته د ١٥ کلونو بند سزا واورل شوه.
ګڼو نورو پخوانيو چارواکو ته هم د اداري فساد په تور د دوه نيمو کلونو بند سزا واورول شوه، ځينې نور پخواني چارواکي يوازې جريمه شول.
https://avapress.com/vdcd550ffyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته