کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر کې د سولې خبرې بیا پیلیږي

16 قوس 1398 ساعت 18:01


وروسته له هغه، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته سفر وکړ او له افغان چارواکو سره یې د سولې، او وسله والو طالبانو د پټنځایونو په اړه خبرې اترې وکړې اوس د قطر دوحې ته تللی او هلته به له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.
د راپورونو له مخې، تمه ده د یوې اونۍ په لړ کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له کابل قطر ته رسېدلی او ښايي نن له طالبانو سره د سولې په مخکینۍ مسوده د لاسلیک لپاره خبرې پیل کړي.
له دې سره به د بهرنیو ځواکونو د وتو د کره نېټې د معلومېدو تر څنګ د تاوتریخوالي ګراف راکم او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.
د مخکینۍ مسودې غټ ټکي د بهرنیو ځواکونو د وتو کره نېټې معلومېدل او د طالبانو لخوا له القاعده او نورو ډلو سره د اړیکو پرېکول دي.
له دې او ځینې فرعي موضوعاتو سربېره دا هم منل شوې چې د مسودې له لاسلیک سره به په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي.
اوس چې امریکا او طالبان توافق ته نږدي ښکاري په کور دننه غوښتنه داده چې، له هوکړې وروسته بین الافغاني خبرې پيل او اوربند حتمي شي.


د مطلب کود: 197372

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197372/قطر-کې-د-سولې-خبرې-بیا-پیلیږي

آوا
  https://www.avapress.com