کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکمتیار: مخالفین له اوسني حکومت سره خبرو ته نه دي چمتو

16 قوس 1398 ساعت 13:58

د افغان ولسمشریزو ټاکنو یو کاندید ګلبدین حکمتیار وايي، افغانستان کي د شفافو ټاکنو او سولي د راتګ له پاره موقت حکومت ته اړتیا ده.


حکمتیار پرون د خپلو پلویانو یوې غونډي ته وینا کي اوسنی افغان حکومت د جګړې د دوام عامل او د سولي راتګ پر وړاندي خنډ وباله.
نوموړی وايي: ”د اوسني حکومت دوام په صورت کي سوله ممکنه نه ده. ”
د صلح او اسلامي عدالت په نامه د ښاغلي حکمتیار د ټاکنیزې ډلي پلویانو پرون پلازمېنه کابل کي د هغه څه پر خلاف اعتراضونه کړي چي دوی یې پراخي درغلۍ بولي.
حکمتیار وايي: ”که ټاکني دویم پړاو ته ځي، چي باید ولاړي سي او که احیاناً په ټول کي دغه ټاکني باطلي وبلل سي او نویو ټاکنو ته اړتیا پېښه سي او ټول لوري هوکړه وکړي، په دواړو صورتونو کي موږ یوه موقت یا سرپرست حکومت ته اړتیا لرو. ”
نوموړي زیاته کړه:
”داسي حکومت چي تر څار لاندي یې شفاف انتخابات وسي او په ټاکنیز کمپاین کي له دولتي صلاحیتونو او امکاناتو ناوړه ګټه و انخلي. ”نوموړي د افغان سولي خبرو بهیر ته په اشارې سره وویل: ”د حکومت مخالفان له دې حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي.”

حکمتیار وايي: ”اوس وخت راغلی چي د امریکايي او طالب استازو تر منځ خبري ودریږي او د سولي خبرو بهیر پرمختګ لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل سي.”


د مطلب کود: 197373

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197373/حکمتیار-مخالفین-له-اوسني-حکومت-سره-خبرو-ته-نه-دي-چمتو

آوا
  https://www.avapress.com