کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو کمیسیون مشترک ناسته د ټاکنیزو دستو سره سبا ترسره کیږی

16 قوس 1398 ساعت 23:07

سبا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنیزو دستو او داخلی او خارجی ناظرانو سره مشترک ناسته ترسره کوی. ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی چی په دی ناسته کې د ټاکنو پروسی ټول اطلاعات د شروع څخه تر اوسه پوری د ټاکنیزو دستو سره شریک کیږی.



 
ټاکنو کمیسیون د اوسنۍ بندون ماتولو لپاره سبا یکشنبه ۱۷ قوس غواړی په یو مشترک خبری ناسته کې د ټاکنیزو دستو نمایندګانو، ناظر نهادونو سره ټاکنو پروسی په اړه ناسته ترسره کړی او پوښتنو ته یی ځواب ووایی.
ټاکنو خپلواک کمیسیون ددی مخکې غوښتی وو ترڅو پوښتنی په کتبی توګه کمیسیون ته وسپارل شی هغه څه چی د ثبات او همپالنې ټیم له لوری قبول نه شو او دا ټاکنیز دستی رسنیزه کېدو باندی یی ټینګار وکړ.
خو داوود سلطان زوی، د دولت ساز ټیم غړۍ وایی چی دا ناسته به اوسنۍ معضل حل نه کړی.
په همدی حال کې، یوسف رشید، د افغانستان عادلانه او آزاد ټاکنو بنیاد اجرایی رئیس ټینګار کړی چی د یو حل لاری موندلو لپاره باید دا ناسته په سمه توګه مدیریت شی.
ټاکنو خپلواک کمیسیون د ځینو ټاکنیز دستو اعتراضاتو له امله تراوسه نه دی توانیدلی چی د اوو ولایتونو رایی بیاوشمېری او دا کار د ټاکنو لومړنۍ نتایجو ځنډ لامل شوی دی.
 


د مطلب کود: 197415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197415/د-ټاکنو-کمیسیون-مشترک-ناسته-ټاکنیزو-دستو-سره-سبا-ترسره-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com