ټاکنو کمیسیون د اوسنۍ بندون ماتولو لپاره سبا یکشنبه ۱۷ قوس غواړی په یو مشترک خبری ناسته کې د ټاکنیزو دستو نمایندګانو، ناظر نهادونو سره ټاکنو پروسی په اړه ناسته ترسره کړی او پوښتنو ته یی ځواب ووایی.
ټاکنو خپلواک کمیسیون ددی مخکې غوښتی وو ترڅو پوښتنی په کتبی توګه کمیسیون ته وسپارل شی هغه څه چی د ثبات او همپالنې ټیم له لوری قبول نه شو او دا ټاکنیز دستی رسنیزه کېدو باندی یی ټینګار وکړ.
خو داوود سلطان زوی، د دولت ساز ټیم غړۍ وایی چی دا ناسته به اوسنۍ معضل حل نه کړی.
په همدی حال کې، یوسف رشید، د افغانستان عادلانه او آزاد ټاکنو بنیاد اجرایی رئیس ټینګار کړی چی د یو حل لاری موندلو لپاره باید دا ناسته په سمه توګه مدیریت شی.
ټاکنو خپلواک کمیسیون د ځینو ټاکنیز دستو اعتراضاتو له امله تراوسه نه دی توانیدلی چی د اوو ولایتونو رایی بیاوشمېری او دا کار د ټاکنو لومړنۍ نتایجو ځنډ لامل شوی دی.