د افغانستان او امریکا ترمنځ په خبرو کې دا هوکړه شوې چې کله د سولې خبرې پیلېږي تاوتریخوالی به کمېږي او پایله به یې اوربند وي.
د ارګ ویاند دواخان مینه پال وایې چې د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو ترمنځ په مکررو خبرو کې دا تفاهم هم شوی چې له افغانستانه د باندې به د تروریستانو پر پناه ځایونو تمرکز کېږي.
مینه پال په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ د خبرو د پیل په اړه په غبرګون کې وویل: “افغانستان او امریکا ګډې ګتې او اهداف لري، مونږ د سولې په اړوند په ګډه کار کړی او ګډ دریځ لرو، پردې توافق شوی چې کله د سولې مذاکرې پیل شوې، تاوتریخوالی به کمېږي او پایله به یې اوربند وي.”
دواخان مینه پال وویل چې د کابل او واشنګټن ترمنځ دا توافق شوی چې تر دې وروسته چې هر اقدام کېږي هغه به دافغانستان او امریکا ترمنځ د همغږۍ پر اساس وي.
فرانس پرس او رویټرز اژانسونو د امریکايي چارواکو په حواله ولیکل چې په دوحه کې د خبرو تمرکز به د تاوتریخوالي په کمولو، دبین الافغاني خبرو پر پېل او د اوربند پر ټينګېدلو وي.