دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 197444
ولسي جرګه: ناکامورا د پاکستان استخباراتو وژلی دی
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایې چې په افغانستان کې د جاپان د سولې او طبي خدمتونو د موسسې رئیس ډاکټر تیتسو ناکامورا د پاکستان استخباراتو وژلی او باید چې په دې اړه ملي او نړیوال بنسټونه ګډې پلټنې وکړي.
د جرګې ګڼو غړو پرون په عمومي مجلس کې وویل، ناکامورا د ختیځ د اوبو د مهار هڅه کوله او دې کار د پاکستان کینه ورته راپارولې وه.
د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن په دې اړه وویل، ناکامورا افغانانو ته واقعي خدمت کاوه او آی ایس ای ځکه وواژه چې افغانان همداسې په بې وزلۍ کې ژوند وکړي.
مخدوم ابدال محمدي هم د ناکامورا وژنه وغندله او له کشفي بنسټونو یې وغوښتل چې د هغه قاتلین دې ژر تر ژره ونیسي.
لیلما ولي حکمي هم ټینګار وکړ چې ناکامورا غوښتل افغانان خودکفا شي او بهرنیو استخباراتو د هغه دا ارمان ونه شو زغملی: (( جنرال رازق د ډیورنډ کرښې قرباني شو او ناکامورا د کونړ سیند قرباني شو.))
انیسه عمرانی بیا د ناکامورا په نوم د یو ښوونځي د نومول کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه د خجالت ځای دی چې هغه د پاکستان په امر د افغانانو په لاس ووژل شو.
ناکامورا له ۱۹۸۰ کال راهیسې د افغانانو خدمت کړی او افغانانو د کاکا مراد په نوم پېژانده چې د چهار شنبې په ورځ په یو وسله وال برید کې له خپلو څلورو افغان ساتونکو او یو ډریور سره د ښار په منځ کې په ډزو ووژل شو.
https://avapress.com/vdceef8zejh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته