د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند یوې څانګې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.
د سید نورالله عماد په مشرۍ د افغانستان د جمعیت ګوند یوه څانګه چې، له دې وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند د شورا ګانو د انسجام په نوم فعالیت کوه، پرون په کابل د جمعیت اسلامي اود هم پلوو مدني ایتلافونو په نوم د ټاکنو او سولې په تړاو یوې خبرې غونډه کې خپل دریځ اعلان کړ.
د جمعیت اسلامي ګوند د دغې څانګې مشر سید ابراهیم عماد وایي، ځینو کسانو د ټاکنو روان بهیر یرغمل نیولی، چې د خلکو اندیښنې یې را پارولي او د هېواد سیاسي او اقتصادي حالت ته یې زیان اړولی.
ښاغلی عماد له ټاکڼو کمېسیون غواړي، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې هر څومره ژر اعلان کړي.