دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 197447
د امريکې د فلوريډا ايالت ګورنر له سعودي وغوښتل د دغه ايالت په فوځي اډه کښې د ترهه ګريزې حملې د وژل شويو کورنيو ته دې تاوان ورکړي.
د العالم د رپوټ له مخې ران ډي سانټس پرون وويل، سعودي د فلوريډا ايالت په فوځي اډه کښې د ډزو د قربانيانو پوروړے دے او پکار دي دغه پور ادا کړي.
يو سعودي ښاريز محمد سعيد الشمراني چې د پائيلټۍ د ټرېننګ لپاره امريکې ته لاړ ؤ د تېرې جُمعې په ورځ د فلوريډا ايالت په پنساکولا سيمه کښې د امريکې د فوځ د سمندري ځواک په هوائي اډه کښې ډزې وکړې او درې تنه يې ووژل.
الشمراني له دغې ترهه ګريزې حملې مخکښې په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، د شر مخالف يم او امريکه په مجموعي توګه په يو شر هېواد بدله شوې ده.
د امريکې پوليسو چارواکو د دغې حملې په باره کښې د تحقيقاتو په دوام کښې  شپږ سعوديان نيولي دي. په دغو کښې درې تنه د ډزو په وخت د خپل وطنوال د فېلم جوړولو په تور تورن دي.
https://avapress.com/vdchkqnzq23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته