دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 197448
طالبان: افغانستان کښې د بهرنیو وسلوالو ډلو د شتون پروپېګنډه د افغانستان قبضې ته د دوام ورکولو کوشش دے
وروسته له هغه، چې په افغانستان کې په شرقي ترکستان پورې تړلې «یغور» ډلې د فعالیت رپوټونه خپارۀ شول، طالبانو يې په غبرګون کښې دا ډول راپورونه اوازې، پروپاګنډه او د امریکې لخوا د افغانستان قبضې ته د دوام ورکولو کوشش وبلۀ.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «تیره ورځ په ځينو غربي رسنیو کښې راپورونه خپاره شول چې ګنې له سوريې هیواد څخه په یوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې په افغانستان کې د شرقي ترکستان (یغور) وسله والو کومه ډله شتون لري، وسلې په لاس کې لري او ځينې ټانګونه او رینجر موټرونه استعمالوي.»
د طالب ډلې خبرپاڼه زیاتوي «دغه ډله دا ډول راپورونه په کلکه ردوي، په افغانستان کې د هيڅ بهرني هیواد اتباع شتون نه لري، وروسته له هغه چې په افغانستان باندې د امریکې لخوا یرغل وشو او دلته پراخه جګړه پیل شوه، ټول هغه بهرني وسله وال او اتباع چې د شوروي سره د جهاد په کلونو کې افغانستان ته راغلي وو، له افغانستان څخه ووتل، اکثره خپلو هیوادونو او ځينې نور يې بعضو عربو هیوادونو ته لاړل چې هلته ورته د فعاليت زمینه برابره شوه.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دا ډول راپورونه د طالبانو او ګاونډیانو تر منځ د بدګمانۍ د پېدا کولو او د افغانستان قبضې ته د دوام هڅه ده.»
https://avapress.com/vdci5yazvt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته