دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 197452
ولسمشر د استانبول پروسې په کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی
د ارګ مطبوعاتي دفتر وايي چې ولسمشر غني به د استانبول پروسې د اسیا زړه په اتم کنفرانس کې ګډون وکړي.  دغه کنفرانس د ترکیې په کوربه توب هر کال د افغانستان د سولې، امنیت او پرمختګ په هکله جوړېږي. په دې کنفرانس کې د ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي. د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز هم د امریکا په استازیتوب په دې کنفرانس کې برخه اخلي. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د استانبول پروسې د اسیا زړه په اتم کنفرانس کې به د افغانستان پر سولې، امنیت او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کېږي.
https://avapress.com/vdcdk50fxyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته