د ارګ مطبوعاتي دفتر وايي چې ولسمشر غني به د استانبول پروسې د اسیا زړه په اتم کنفرانس کې ګډون وکړي.
دغه کنفرانس د ترکیې په کوربه توب هر کال د افغانستان د سولې، امنیت او پرمختګ په هکله جوړېږي. په دې کنفرانس کې د ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي. د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز هم د امریکا په استازیتوب په دې کنفرانس کې برخه اخلي. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د استانبول پروسې د اسیا زړه په اتم کنفرانس کې به د افغانستان پر سولې، امنیت او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کېږي.