دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 197470
سمنګان کې د ثبات او همپالنې د یو شمېر پلویانو اعتراض
د ثبات او همپالنې د ټیم پلویانو نن په سمنګان ولایت کې د هغه څه پرضد چې دوی یې په انتخاباتو کې درغلۍ بولي مظاهره وکړه او د تقلب او تقلبکارانو پرضد یې شعارونه ورکړل.

یو اعتراض کوونکي ته وویل، د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې پاکې او ناپاکې رایې سره جلا نه شي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټیمونو د مخالفت له کبله د تلې د شپږمې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې تراوسه نه دي اعلان شوي.
 
https://avapress.com/vdcd550fzyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته