کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ثبات او همپالنې د ټاکنو کمېسیون غونډه د اعتراض په دود ترک کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 قوس 1398 ساعت 15:54

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون نننۍ (یکشنبې د لیندۍ ۱۷مه) مالوماتي غونډه د اعتراض په دود پرېښوده.



د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال اسدالله سعادتي د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې تورن کړ چې قصداً نه غواړي چې غونډه پایلې ته ورسېږي.
هغه څرګنده کړه:«تاسو تصمیم نیولی چې نننۍ غونډه پایلې ته ونه رسېږي؛ تاسو دا پرېکړه کړې ده.»
ښاغلي سعادتي همدارنګه ادعا وکړه چې په دغې غونډه کې د ګوندونو غړي حضور نه لري، او د ټاکنو کمېسیون له خوا په سلیقه يي توګه ټاکل شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون، نن مالوماتي غونډه د ټاکنیزو ډلو، څارونکو او په ټاکنو کې د دخیلو بنسټونو د څه باندې ۷۰ غړو په حضور کې جوړه کړه، د دغه کمېسیون په وینا څو د ټاکنو بهیر کې د رامنځته شویو ستونزو ته د حل لاره پيدا شي. 
که څه هم د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غونډه ترک کړه، خو دغې غونډې له هغې وروسته کابو نیم ساعت دوام وکړ.
 


د مطلب کود: 197472

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197472/ثبات-او-همپالنې-د-ټاکنو-کمېسیون-غونډه-اعتراض-په-دود-ترک-کړه

آوا
  https://www.avapress.com