کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند کې د اورلګیدنې پيښه کې ۴۳ کسان وژل شوي

17 قوس 1398 ساعت 15:58

د هندوستان پلازمینه ډيلي کې د یوې اولګیدنې په نتیجه کې ۴۳ تنه وژل شوي دي.


دا اور لګیدنه نن یکشنبې سهار د ډیلي په یوه کارخانه کې رامنځته شوې ده، چې نتیجه کې یې د یادو وژل شوو ترڅنګ ۲۱ کسان نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي دا اورلګیدنه په یوه شپږ پوړیزه ودانۍ کې هغه مهال چې کار کوونکي ویده و، رامنځته شوې ده.
د پولیسو په وینا ۵۶ نور کسان چې په ودانۍ کې بند پاتې و، د اور وژنې کار کوونکو له خوا ژغورل شوي دي.
 


د مطلب کود: 197475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197475/هند-کې-د-اورلګیدنې-پيښه-۴۳-کسان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com