کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی: سوله د ټولو ځورېدلو افغانانو هیله او سالم حق دی

17 قوس 1398 ساعت 15:58


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دی په قطر کې د امریکایي پلاوي او د طالبانو  ترمنځ د پیل شویو خبرو ملاتړ کوي او هیله لري چې دا خبرې به په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لامل شي.
د افغان خبری آژآنس د خبر له مخی، سوله د ټولو ځورېدلو افغانانو هیله او سالم حق دی او په همدې بنسټ نوموړی د سولې لپاره له روانو هڅو کلک ملاتړ کوي او له ټولو ښکېلو لوریو غواړي، چې د دې خبرو په لړ کې له پوره دقته کار واخلي څو په پایله کې یې افغانان د ملي یووالي تر چتر لاندې د یو قوي او واحد نظام خاوندان شي.


د مطلب کود: 197476

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197476/حامد-کرزی-سوله-د-ټولو-ځورېدلو-افغانانو-هیله-او-سالم-حق-دی

آوا
  https://www.avapress.com