کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کرکټ بورډ ۲۰۲۰ م کال نولس کلنو نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

17 قوس 1398 ساعت 16:01


د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د ډېسمبر په اتمه نېټه د یکشنبې په ورځ  د نولس کلنو څخه کم عمره نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د نولس کلنو افغان تازه اعلان شوې لوبډله کې فرهان ذاخېل لوبډلمشر او اسحاق محمدي پکې وېکټ ساتونکی دی.
څو ورځې وړاندې افغان نولس کلنې لوبډلې هندوستان ته سفر کړی و او اوس د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام لپاره چمتو والی نیسي.
افغان نولس کلنو لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال په نړیوال پنځوس اوریز جام کې ګډون کړی و، چې په نیمه پای لوبه کې اسټرالیا ورته ماته ورکړه او څلورم مقام افغان لوبډلې واخېست.
د ۲۰۲۰ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام د جنوري په ۱۷ مه نېټه د ۱۶ لوبډلو په ګډون پېلېږي او د فبروري تر ۹ مې پورې دوام کوي.
۲۰۱۸ م کال کې د دې سیالیو اتلولي هندوستان ګټلې وه، ۲۰۲۰ م کال کې د نولس کلنو پنځوس اوریز نړیوال جام کوربتوب سویلي افریقا کوي.


د مطلب کود: 197478

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197478/افغان-کرکټ-بورډ-۲۰۲۰-م-کال-نولس-کلنو-نړیوال-جام-لپاره-لوبډله-اعلان-کړه

آوا
  https://www.avapress.com