دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 197479
د سولې ولسي حرکت دا ځل له موټریز کاروان سره په ټول افغانستان راګرځي
د سولې ولسي حرکت تر یوې مودې ځنډ وروسته یو وار بیا له هلمند څخه د موټریز کاروان په مرسته په ټولو ولایتونو د ګرځېدلو هوډ کړی دی.
د سولې ولسي کاروان نن په هلمند کې تر یو خبري کنفرانس وروسته د یو موټریز کاروان په ترڅ کې خپل حرکت پیل کړ او مسوولانو یې هوډ وښود چې په ټولو ولایتونو به د سولې پيغام وویشي او بېرته به هلمند ته راستون شي.
دغه کاروان کې چې د ګڼو ولایتونو خلکو برخه اخیستې ده، وايي، غوښتنه یې دا ده چې په ټول افغانستان کې لومړی اوربند وشي او بیا بین الافغاني مذاکرات پيل شي.
د ننګرهار اوسېدونکی ناصر خان ناصر چې د دغه کاروان د ملګرتیا لپاره هلمند ته رسېدلی، وايي دا ځل به بیا هم په ټولو ولایتونو ګرځي او پر ښکیلو لوریو به د اوربند غږ کوي.
د سولې ولسي حرکت تر دې وړاندې په کابل کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو مخې ته د پرلتونو د لړۍ تر ختمولو وروسته شمال ته شپږ سوه کیلو متره لار په لوڅو پښو ګز و ګام کړې وه، همدا راز دغه کاروان کابل ته له هلمنده په پیاده ډول راغلی و او پر ټولو لوریو یې د سولې غږ کاوه.
https://avapress.com/vdccmmqso2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته