کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا کې یو پانګوال په ۶ میلیون ډالرو د جلغوزې د پروسس لویه فابریکه جوړوي

17 قوس 1398 ساعت 16:07


په پکتیا کې د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت د جلغوزې د پروسس یوه معیاري فابریکه جوړېږي.
په دې فابریکه کې چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۵ متریک ټنه جلغوزې د پروسس ظرفیت ولري، شاوخا زر تنه به په کې په کار بوخت شي.
 د حاجي محمد ګردېزي په نوم د دغې فابریکې جوړوونکی پانګه وال تاند ته وايي، دا فابریکه به په کار کې د ۶۰ زره متریک ټنه جلغوزې د پروسس ظرفیت ولري او همدا اوس یې سلګونه کسان په تعمیراتي چارو بوخت دي: (( په فابریکه کې به ډېر ژر د دریو لویو ماشینونو نصب چارې به ډېرې ژر پيل شي.))
نوموړی وايي، پخوا به د پروسس لپاره د خوست، پکتیکا او پکتیا جلغوزې پاکستان ته استول کېدې، خو اوس به د دغو ولایتونو د جلغوزې د پروسس او بسته بندۍ اړتیا په کور دننه پوره کېږي.
 بلخوا د پکتیا د سوداګرۍ رئیس عبدالناصر عالمیار تاند ته وايي، چې دا فابریکه چې په کال کې به ۶۰ زره ټنه جلغوزه پروسس او بسته بندي کوي، د سیمې د جلغوزه ټولوونکو او سوداګرو لپاره ښه زېری دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په دې وروستیو کې هند، چین او نورو هیوادونو ته د هوايي دهلېزونو له لارې د افغاني جلغوزې صادرات زیات کړي او په نړیوال بازار کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی.


د مطلب کود: 197481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197481/په-پکتیا-کې-یو-پانګوال-۶-میلیون-ډالرو-د-جلغوزې-پروسس-لویه-فابریکه-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com