دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 197483
د استانبول بهیر ناسته کې د افغانستان پر سولې او ټیکاو بحث کیږي
افغانستان د ترکیې په استانبول کې د استانبول بهیر - اسیا زړه هیوادونو د ناستې مشري کوي.
د افغانستان حکومت وايي د اسیا زړه هیوادونو ناسته کولی شي د افغانستان سولې او ثبات کې مهم رول ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال، میرویس ناب ویلی طالبانو سره د سولې مذاکرات او دې برخه کې د ګاونډیو هیوادونو ونډه، دغه ناست کې د افغانستان د حکومت لومړیتوب دی.
د ښاغلي ناب په وینا دغه ناسته کې هڅه کیږي د سیمې په کچه یو واحد لیدلوری رامنځته کړي.
بله خوا افغانستان کې د پاکستان سفیر ویلي د اسیا زړه ناسته کې ټولې خواوې د بین الافغاني خبرو پر پیلیدو یوه خوله دي.
زاهد نصرالله خان ویلي د پاکستان په ګډون ټول هیوادونه دې ته لیواله دي چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ پیل شي او افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز هم د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللې ده.
دې ناستې لپاره ولسمشر غني او ورسره پلاوی نن سهار ترکیې ته تللی دی.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د ترکیې په استانبول کې به ولسمشر د اسیا زړه کنفرانس ته وینا وکړي او د ځینو هېوادونو له مشرانو سره به وګوري.
د استانبول د ناستو بهير د ٢٠١١ کال په نومبر مياشت کې د افغانستان او ترکيې په ګډ نوښت پيل شو چې موخه يې د سیمه والو هېوادونو په منځ کې د باور د زياتولو او په پرمختيايي چارو کې د همکاريو غښتلي کول وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6qnzx23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته