دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 197492
په هند کې د یو اور رامنځته کېدو له امله ۴۳ تنه وژل شوی
هند چارواکې وایی چی د نوی دهلی په یو ګڼه ګوڼه سیمه کې د اور رامنځته کېدو له امله نږدی ۴۳ تنه وژل شوی او ځینی نور ټپیان شوی دی.
 
 
دا اور رامنځته کیدنه نن سهار د انجاماندی او نوی دهلی یو کارخانو کې رامنځته شوی دی چی د هند چارواکو په وینا ډیر قربانیان یی ددی فابریکه کارکوونکی وو.
ځینی هندی رسنۍ ریپورت ورکړي چی لسګونه کسان په دی اور کې سوځیدلي او ټپی شوی دی او نږدی ۵۰ کسان کارکوونکې ددی کارخانه دا تراوسه د پولیس له لوری ژغورل شوی دی.
هندی چارواکې همدارنګه اعلان کړي چی د اور وژلو او خلګو ژغورلو لپاره، ۱۶ ډله مرسته کوونکې او اور وژونکې ټيمونه سیمی ته استول شوی دی.
امیت شاه، د هند داخله وزیر خپل تویتر پاڼه کې د مسوول ادارو څخه غوښتی دی چی د خلګو ژغورلو لپاره د ټول امکاناتو څخه ګټه واخیستل شی.
سونل چوهدری، د هند اور وژنې ډلی معاون رسنیو ته ویلی دی چی د اور رامنځته کېدو په وخت کې ددی کارخانه کارکوونکې بیده وو.
نرندرا مودی، هند صدراعظم خپل تویتر پاڼه کې قربانیانو کورنیو سره غم شریکی کړي او دا اور رامنځته کېدنه وحشتناک بللی دی.
د ریپورتونو په اساس په دی کارخانه کې د مکتب بیکونه، بوتلونه او نور پلاسیتی څیزونه ساتل کېدل.
https://avapress.com/vdchwqnzi23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته