کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ ولایت شولګره ولسوالی کې د فاریاب پولیس خاص قطعه قوماندان په قتل رسیدلی

17 قوس 1398 ساعت 17:17

تیره شپه طالبانو د محمد خان، فاریاب پولیس خاص قطعه قوماندان خور کور باندی د شولګره ولسوالی کې د خواجه سکندر په سیمه کې برید سره، هغه د یو سرتیری سره په قتل رسولی دی.



آوا خبرګزاری- مزارشریف، عادل شاه عادل، د بلخ پولیس ویاند آوا خبرنګار ته وویل چی محمد خان، د فاریاب پولیس خاص قطعه قوماندان څلور ورځي مخکې خپل پلار جنازه دفن کولو لپاره شولګره ولسوالی ته راغلی وو او تیره شپه هغه وخت چی خپل خور کور کې میلمه وو، د طالبانو په برید کې شهید کړل شو.
د هغه په وینا طالبان دوه تنه ملکی وګړی د خان محمد خان نږدی خپلوانو څخه د ځان سره بیولی دی، چی یو تن د شولګره سیاه آب په کلۍ کې په قتل رسیدلی دی او یو بل برخلیک تراوسه نه دی معلوم.
طالبان د بلخ شولګره ولسوالی کې د څو کالو راهیسی حضور لری او هر وخت نظامی او دولتی کسان په دی ولسوالی کې تر برید لاندی راوړی.
 


د مطلب کود: 197494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197494/د-بلخ-ولایت-شولګره-ولسوالی-کې-فاریاب-پولیس-خاص-قطعه-قوماندان-په-قتل-رسیدلی

آوا
  https://www.avapress.com