کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر اشرف غني د ښځینه بندیانو د سزا د بښنې او کمولو فرمان ورکړی دی.

18 قوس 1398 ساعت 10:08

ولسمشر اشرف غني د ښځینه بندیانو د سزا د بخښنې او کمولو فرمان ورکړی دی.


  
د ښځینه بندیانو د سزا د کمولو او بښنې فرمان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د کمپاین په خاطر صادر شوی.
په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو کمپاین د نومبر له پنځه ویشتمې پيل او د ډسمبر تر لسمې یعنې همدې سه شنبې پورې دوام کوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر اشرف غني فرمان خپور کړی او لیکلي یې دي چې د درې ګونو محکمو له خوا تر درېو کلونو په زندان محکومې ښځې دې خوشې شي.
دا ښایي لومړی وار وي چې تر دریو کلونو په زندان د محکومو ښځو په اړه داسې فرمان صادریږي.
په دغه فرمان کې چې بشپړ جزییات یې پرون یکشنبه افغان حکومت خپاره کړي همداراز د هغو ښځینه بندیانو لپاره چې له دریو کلونو پورته ان تر دېرشو کلونو په بند محکومې وي په څو کټګوریو کې د بند د مودې د کمېدو سپارښتنه شوې ده.
د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون مرستیاله شیرین محسني وايي ښه ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو مسئله په عمل کې وښودل شي.


د مطلب کود: 197526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197526/ولسمشر-اشرف-غني-د-ښځینه-بندیانو-سزا-بښنې-او-کمولو-فرمان-ورکړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com