دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 197526
ولسمشر اشرف غني د ښځینه بندیانو د سزا د بښنې او کمولو فرمان ورکړی دی.
ولسمشر اشرف غني د ښځینه بندیانو د سزا د بخښنې او کمولو فرمان ورکړی دی.
  
د ښځینه بندیانو د سزا د کمولو او بښنې فرمان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د کمپاین په خاطر صادر شوی.
په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو کمپاین د نومبر له پنځه ویشتمې پيل او د ډسمبر تر لسمې یعنې همدې سه شنبې پورې دوام کوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر اشرف غني فرمان خپور کړی او لیکلي یې دي چې د درې ګونو محکمو له خوا تر درېو کلونو په زندان محکومې ښځې دې خوشې شي.
دا ښایي لومړی وار وي چې تر دریو کلونو په زندان د محکومو ښځو په اړه داسې فرمان صادریږي.
په دغه فرمان کې چې بشپړ جزییات یې پرون یکشنبه افغان حکومت خپاره کړي همداراز د هغو ښځینه بندیانو لپاره چې له دریو کلونو پورته ان تر دېرشو کلونو په بند محکومې وي په څو کټګوریو کې د بند د مودې د کمېدو سپارښتنه شوې ده.
د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون مرستیاله شیرین محسني وايي ښه ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو مسئله په عمل کې وښودل شي.
https://avapress.com/vdcf0edyvw6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته