دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 197527
حسن روحاني: ښايي د خپلو ستونزو د حل لپاره له روسیې میلیاردونه ډالر پور کړو
ایراني ولسمشر د بندیزونو په نظر کې نیولو سره خپله بودیجه پارلمان ته وړاندې کړې ده. د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې ښایي د خپلو مالي ستونزو د حل لپاره له روسیې میلیاردونه ډالر پور واخلي. 
حسن روحاني وایي بودیجه یې اوسنیو ستونزو او بندیزونو ته په کتو جوړه کړې ده او تر ډېره په تېلو متکي نه ده.
 ایران داسې مهال خپله بودیجه تصویبوي چې دغه هېواد د امریکا له سختو او بې مخینې بندیزونو سره مخ دی.
 په دغه هېواد کې بېکاري اوج ته رسېدلې ده، اقتصادي وضعیت خراب دی خو ایران دا هر څه لنډمهالی فشار بولي او په خبره یې دوی به ډېر ژر بریالي شي چې روان وضعیت کنټرول کړي.
https://avapress.com/vdcgxu9quak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته