دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 197528
همایون قیومي باید د ولسي جرګې د چهارشنبې په ناسته کې د ملي بودجې په لګښت کې د شفافیت د نه شتون او له هېواده بهر د نوموړي د سفرونو د نامحدودو لګښتونو په تړاو سپیناوی وکړي
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمېسیون وايي، که د ولسمشر سالاکار او د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د دغې جرګې راتلونکې ناستې ته په بودجه کې د اختلاس په تړاو د سپیناوي لپاره حاضر نه شي، لویې څارونوالۍ ته به ور وپېژندل شي.
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمېسیون  پرون په خپلمنځي ناسته کې په ملي بودجه کې د همایون قیومي د لاسوهنې او له هېواده بهر ته د نوموړي د سفرونو د نامحدودو لګښتونو په تړاو بحث او خبرې وکړې.
د دغه کمېسیون غړي ګواښ کوي که همایون قیومي په دې برخه کې سپیناوی وړاندې نه کړي لویې څارنوالۍ ته به وروپېژندل شي.
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې د کمېسیون غړی ظاهر سالنګي وویل:«زموږ اندېښنه دا ده په هغو شرایطو کې چې موږ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان یو، یو کس ته سپین چک ورکول کېږي.»
د ولسي جرګې غړی محمد میرزا کټوازی هم وايي:«هغه ډېرې پیسې چې لګول شوې دي ټولو خلکو ته دې معلومې شي چې په کومه موخه لګول شوې دي او وروسته هغه څه چې د قانون خلاف وي، یوازینی غوراوی چې پارلمان یې لري، مجبوراً د مالیې وزیر څارنوالۍ ته معرفي کړي.»
په ټولنیزو رسنیو کې یو خپور شوی سند ښيي چې همایون قومي د بهرنیو سفرونو لپاره د همېشنۍ اجازې ترڅنګ د نامحدودو لګښتونو غوښتنه کړې او ولسمشر یې هم دا غوښتنه منلې ده.
https://avapress.com/vdchiqnz623nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته